ملی شهيد
ملی شهيد خوشحال بابا څومره ښه وئيلي مړۀ هغه چې نۀ ئې نوم نۀ یې نښان وي. تل تر تله پۀ ښۀ نوم پائي ښاغلي. دا ده خداي پاک نظام دے چې بعضي خلق ظاهري توګه باندې د خلقو د سترګو نه پناه کړي خو د خلقو په زړونو کښې ئې د تل د پاره ژوندي وساتي په دې خلقو کښې يو ښاغلے حضرت نعيم ګيلامن پښتين هم دے. ګيلامن پښتين چې د شمالي وزیرستان اوسيدونکے دے او خداي پاک ورته د شعر وئېلو او ليکلو طاقت ورکړے دے او داسې طاقت ئې ورکړے چې په ډېر کمو شاعرانو کښې مونږ ته په نظر راځي. پښتو ادب ته ئې دې نه مخکښې هم شعري مجموعه ورکړے دے او دا ئې اوس بله شعري مجموعه ″له تاسو دومره ګيلامن يمه چې حد نه لري″ بازار ته راغلې ده دغه شعري مجموعه چې يو سل درې مخه لري او د راټولولو يې زيار اجمل خټک يوسفزي کړې او يو لويه سريزه ئې په هم ليکلې ده دغه کتاب بنيادي توګه د غزلونو، نظمونو او ټپيزو باندې مشتمل دے. او په هر بيت کښې ئې د محکومې جنګ وهلې پښتونخوا په يو نه يو شکل کښې تصوير دنيا ته ښودلې دے چې پښتنو سره کومه لوبه روانه ده، دوي د کومو مرحلو نه تېريږي او بيا په خاصه توګه ړنګ بنګ وزيرستان خلق د کومو حالاتو س...