ملی شهيد

 ملی شهيد

  خوشحال بابا څومره ښه وئيلي 

  مړۀ هغه چې نۀ ئې نوم نۀ یې نښان وي.

تل تر تله پۀ ښۀ نوم پائي ښاغلي.

دا ده خداي پاک نظام دے چې بعضي خلق ظاهري توګه باندې د خلقو د سترګو نه پناه کړي خو د خلقو په زړونو کښې ئې د تل د پاره ژوندي وساتي په دې خلقو کښې يو ښاغلے حضرت نعيم ګيلامن پښتين هم دے. ګيلامن پښتين چې د شمالي وزیرستان اوسيدونکے دے او خداي پاک ورته د شعر وئېلو او ليکلو طاقت ورکړے دے او داسې طاقت ئې ورکړے چې په ډېر کمو شاعرانو کښې مونږ ته په نظر راځي. پښتو ادب ته ئې دې نه مخکښې هم شعري مجموعه ورکړے دے او دا ئې اوس بله شعري مجموعه ″له تاسو دومره ګيلامن يمه چې حد نه لري″ بازار ته راغلې ده دغه شعري مجموعه چې يو سل درې مخه لري او د راټولولو يې زيار اجمل خټک يوسفزي کړې او يو لويه سريزه ئې په هم ليکلې ده دغه کتاب بنيادي توګه د غزلونو، نظمونو او ټپيزو باندې مشتمل دے. او په هر بيت کښې ئې د محکومې جنګ وهلې پښتونخوا په يو نه يو شکل کښې تصوير دنيا ته ښودلې دے چې پښتنو سره کومه لوبه روانه ده، دوي د کومو مرحلو نه تېريږي او بيا په خاصه توګه ړنګ بنګ وزيرستان خلق د کومو حالاتو سره مخامخ شوي دي او دوې دنيا نه څومره جبر پاتې کړے شوي دي. نو ګيلامن پښتين  ډېر په هنر سره  تصوير دنيا ته ښودلې دے او دے سره سره ئې خپل اولس ته د دے حالاتو ختمولو دپاره د ننګ او غيرت چغې هم وهلې دي چې قامه راپاسه ولې اوده شوے ئې، تاسره کوم څه راون دي او تاسو څه کوے. د نموني په توګه ئې درسره د غزل يو څو بيتونه شريکول غواړم:


ای پښتونه په ايمان دې لوبې وشوې 

په جومات او په قران دې لوبې وشوې 

د غفلت د خوب نه کله راپاڅېږي 

د ملالې په پېزوان دې لوبې وشوې

سر ټيټي دې د تاريخ پاڼو کښې نشته 

په ناموس د بابا جان دې لوبې وشوې

     ګيلامن پښتين که يو طرف ته مونږ د خپلې خاورې حالت څرګنده وي نو بل خوا خپل اتلان هم نه هېره وي او د هغوې  سره د خپل عقيدت اظهار داسې کوي:

  چې د شهيد ارمان د قبر تصويرونه وينم 

  چې د مورکی يې په دعا اوچت لاسونه وينم 

  نو په دې خپلی بې وسۍ په چغو چغو ژاړم 

  د پښتون قام په بربادي په چغو چغو ژاړم

  يا 

  د لروبر افغان ستر افتخار علی وزيره 

  در ځار علی وزيره 

  وهی د خپلواکی ناري په جار علی وزيره

  در ځار علی وزيره

  دي نه علاوه زمونږ ځوان ملی شهيد د رياست په کردار باندي هم ژور نظر لري او مونږ ته رياست کردار په ګوته کوي يعني په نورو لفظونو کښې د رياست دوه مخې پاليسي مونږ ته څرګندوي چې رياست کومه لوبه ګرمه کړي ده. دلته ئې درسره  يو څو شعرونه شريکوم وائې:


  راوانور غوندي د وخت فرعونان چيرته دي 

  ابی نندن باندې کيکونه بسکټ جا وخوړل 

  وار پرې چا کړي و بيرته راکټ جا وخوړو 

  ووایئ زه تر مشرف راحيل باجوا غدار يم 

  که حق خبره غداري وي ښه ښکاره غدار يم 

  پرون غدار وم نن غدار يم سبا بيا غدار يم 

  موږ ته تکړه يې له بنګاله خپل پطلون راوړه 

  درنه بيل شوی اپ  پرون کشمير راوړه 

        دغه رنګی  زمونږ ملی شهيد د عشق په ميدان کښې هم د چا نه کم نه دي لکه څنګه چې يو مئين خپل محبوب باندي سر ورکولو ته تيار وي او د دي نه په شاه نه درومي دغه شان زمونږ ملی شهيد هم په پښتو او پښتنو عاشق  شاعر دے او داسې عاشق  دے چې په خپله مينه کښې د خپله مال او سره تير دے ځکه ئي د قام په هغه مالکانو او ملايانو چې د خپلې خاورې سره يي خيانت کړې په  هغوي يې هم ګوته اوچته کړې ده تاسو ئې په لاندينو شعرونو کښې کتلې شئ:

 

  ستا په بېلتون دومره غمجن يمه چې حد نه لري 

  په غمجن زړه داسې خوږمن يمه چې حد نه لري 

  د پښتنو په قتل عام خاموش ملک او ملا 

  له تاسې دومره ګيله من يمه چې حد نه لري 

  که يې په مينه کې په دار هم شم پروا نه لري 

  په پښتون قام داسي مئين يمه چې حد نه لري 

  

دا خبره هم دلته کول ضروري ګنړم چې ملی شهيد يواځې د ګفتار غازي هم  نه وو. هغه عملی مبارزه هم کوله او د پښتون ژغورني غورځنګ د پليټ فارم نه يې تل د پښتنو اواز  اوچت کړے دے او په دې سفر کښې په مختلفو وختونو کښی تر مودو مودو پورې په جيلونو کښې شپې سبا کړي دي او داسي تکلیفونه ئې په خپل ځان باندې تېر کړي دي چې سړے يي واوري نو د سترګو نه يي اوښکی روانې شي دلته نور په دې قصه کښې نه ځم که ژوند وه او راروان کتاب ″اويا کاله برباد شوم″ کښې به ئې  په خپله ولولۍ. دلته يواځې دا خبره کوم چې زمونږ ملی شهيد دومره د لويو اعصابو خاوند وه چې خپله خو  هر څنګه تکليف تيرولو ته هسي هم تيار وه چې خپل ملی رهبر منظور احمد پشتين ته هم حوصله ورکوي او دا وعده ورسره کوي چې تر مرګه دې په شا ولاړ يو چې هيڅ غم ونه کړې  راځئ چې د شعرونه ئې هم ولولو:


 چې چا ته ټيټ نه شې  سالاره ملګري دې يو 

د ژوندانه په هره لاره ملګري دې يو

د لروبر افغان ولس يی يو نوي اميد 

د قام د ښه ژوندون د پاره ملګري دې يو 

که ډيرې سختې تکلیفونه راځي راځي دې 

موږ له زندان واخله تر داره ملګري دې يو

زمونږ وعده وه وعده ده وعده به مو وي 

تر خپلې خاورې خپل اختیاره ملګري دې يو

لکه څنګه چې ما په اول کښې هم وئيلي دي چې زمونږ ملی شهيد د غزلو سره سره ټپيزې هم ليکلی دي او د خپل ملی بیرغ او افغانستان سره د خپل عقيدت اظهار کړے دے دلته بايد چې د خبره هم وکړم چې ملی شهيد په ملی بیرغ او افغانيت باندي خپل سر قربان کړو خو د خپلی نظريه څخه په شا نه شو او اسلام آباد کښې ډېر په بې دردۍ سره شهيد کړے شو او په ملی بيرغ کښې خاورو ته وسپالې شو. دلته ئې درسره يو دوه ټپيزې شريکول غواړم:


زما ارمانه خدای دې جوړ که 

رنځور جانانه خدای دې جوړ کړه 

مرم بې له تانه خدای دې جوړ کړه 

افغانستانه خدای دې جوړ کړه

چې هر پښتون درته پرانستې تڼۍ دينه 

     د ګيله من وزير جانانه 

     زخمی زخمی وزيرستانه 

     نور شې ازاد له دې بلا نه 

     راجوړ شې لوی افغانستانه 

     چې روژه مات مو د کابل په اذان شينه 

               خبري نوري هم په ډېري کيدے شي خو قصه دلته راغونډوم چې زمونږ ملي شهيد په کتاب کښې به فنی توګه څه نا څه کمې وي خو ولې د فکر په لحاظ سره د داد لائق دے او زما په خيال د تنقيد په وخت کښې که مونږ که دا خبره په ياد کښې وساتو چې ملی شهيد د کومې علاقی سره تعلق وه او د تېرو شلو کالو نه د کومو حالاتو سره دا علاقه مخ ده نو زما يقين دے چې بيا به قصه اسانه شي. او بل اخري خواست کوم  دخښي کلتوري ټولني ته چې اوس خو مو هسي هم د توندے نه کار اخستی او کتاب مو چاپ کړے دے‌. که څه هم دومره توندوالي ته ضرورت نه وه بايد چې ملی مشر منظور احمد پښتين ليک ته مو صبر کړے وۍ او په اول چاپ کښې د مشر ليک پرې راغلے وۍ نو نه يواځې د چې  ملی شهيد ارمان به پوره شوے وے بلکه د دې کمزوریو به هم څه نا څه حال راپېدا شوے وو او د ملی شهيد د نورو کلامونو راغونډولو موقع به هم پيدا شوے وه خو هغه د چا خبره چې اوس شوے کار دے بايد بل ايډيشن کښې ډېر خيال وساتلې شي.

    وسلام .

               

                                                    ليک صدام حسین افريدي 

                                                  

                                          

Comments

Popular posts from this blog

جماعت نہم کے بچوں کے لیے اردو ایم سی کیوز mcqs

خوشحال خان خٹک کون تھا