Posts

Showing posts from January, 2026
 تبصره: *خوبونه*  ليکوال: *صدام حسين تنها اپريدے*  څه موده مخکښې په ډبګری کښې نياز ادبی سنګر د پرويش شاهين صاحب په اعزاز کښې د پروګرام تابيا کړے وه نو د ناچيز هم سره د يوه ملګري وراغلی وه نو هلته ورته ٫ سجده په مېکده ٫ د محترمۍ په لاسونو ډالی شوي وه نو واپسی کښې می چې کتاب وکتلو نو يوه جمله می پری وليدله چې زما د زړه دنيا کښې ئې د غم نه ډک طوفان راوچت کړو نو هم هلته می د ځان سره د خبره زمزمه کړه چې په دي کتاب به ليکل ضرور کوم نو د اوس مي کتاب ولوستلو اود څو کرښو ليکلو جرت کوم زمونږ پښتانه خور چې د يوه اديب په کور کښې ئي سترګی غړولې دي پښتو ادب ته ئي د دي شعري مجموعی نه مخکښې هم سپيزلے جذبے ،زنزيرله شړنګ ورکووم ،او ورندۀ وچوبے په نوم کتابونه ورکړي دي او دئي نوی شعري مجموعه ( سجده په ميکده)ئې د اکتوبر په مياشت کال 2022کښې چاپ کړے ده نو زه غواړم چې په تسلسل سره په کتاب باندي خبره وکړم نو ورځم په حمد باندي نو د خبره لکه د نمر ځلنده ده چې چې حمد او نعت ليکل يو مشکل کار دي او بيا خاص توګه په تول پوره ليکل خو زمونږ غوندي کمزرو خلقو کار نه دي خو زمونږ پښتانۍ خور په قلم دي برکت...