تبصره: *خوبونه*
ليکوال: *صدام حسين تنها اپريدے*
څه موده مخکښې په ډبګری کښې نياز ادبی سنګر د پرويش شاهين صاحب په اعزاز کښې د پروګرام تابيا کړے وه نو د ناچيز هم سره د يوه ملګري وراغلی وه نو هلته ورته ٫ سجده په مېکده ٫ د محترمۍ په لاسونو ډالی شوي وه نو واپسی کښې می چې کتاب وکتلو نو يوه جمله می پری وليدله چې زما د زړه دنيا کښې ئې د غم نه ډک طوفان راوچت کړو نو هم هلته می د ځان سره د خبره زمزمه کړه چې په دي کتاب به ليکل ضرور کوم نو د اوس مي کتاب ولوستلو اود څو کرښو ليکلو جرت کوم زمونږ پښتانه خور چې د يوه اديب په کور کښې ئي سترګی غړولې دي پښتو ادب ته ئي د دي شعري مجموعی نه مخکښې هم سپيزلے جذبے ،زنزيرله شړنګ ورکووم ،او ورندۀ وچوبے په نوم کتابونه ورکړي دي او دئي نوی شعري مجموعه ( سجده په ميکده)ئې د اکتوبر په مياشت کال 2022کښې چاپ کړے ده نو زه غواړم چې په تسلسل سره په کتاب باندي خبره وکړم نو ورځم په حمد باندي نو د خبره لکه د نمر ځلنده ده چې چې حمد او نعت ليکل يو مشکل کار دي او بيا خاص توګه په تول پوره ليکل خو زمونږ غوندي کمزرو خلقو کار نه دي خو زمونږ پښتانۍ خور په قلم دي برکت وي چې نه ئې يواځي په تول پوره حمد ليکلی بلکې د وحدانيت داسي نعری ئې وغلی چې لوستونکی ئې لولې نو د زړه دنيا ئې پري اباد شي دلته ئې تاسو سره يو څو بيتونه شريکه وم
کائنات دې يو جلوه پخپله راز ئې
ته د خپلې پردي خدايه پرده ساز ئې
ته اول ئې ته اخر ئې ته به تل ئې
ته قائم ئې ، ته دائم بنده نواز ئې
په حجاب کښې بې حجابه په مجاذ ئې
تۀ د ساز هره پرده کښې خوږ آواز ئې
دغه شان زمونږ پښتانه خور لکه د نورو پښتانو خويندو هره قسمه حالاتو مقابلے کولو توان په ځان کښې ويني او ځان په يوقسمه حالات کښې هم مايوسی ته نه ورکوي لکه په لاندينو شعرونو کښې وايې
زما د ژوند د سکون برخه ناليدلې مينه
خلۀ کښې پرته د ازمري ده خو مايوسه نه يم
داؤ مې د وخت په بازۍ ايښے انتظار ئې کووم
پخپله وينه جواري ده خو مايوسه نه يم
دي نه علاوه زمونږ پښتانۍخور چې د فکر دنيا نه خارج ته څومره شيرين او روماني شعرونه په ساده الفاظو سره راوښکلی دي چې سړے ئې په اوريدو سره د ځان سره اوئې چې هائے په پير دي رحمت شه لکه د شعرونه ئې تاسو ولولی
مئينه يم چاسره کومه چې د زړۀ نه مينه
چاته مې اونۀ ښود هغه جانان مې پټ اوساتو
د اسويلو په ځاے مې شونډو له مسکا راوسته
غزل مې اووې ولې خپل جانان مې پټ اوساتو
ما په تفصيل سره د مينې قيصه اوليکله
عنوان ئې ته وې نو په دې عنوان می پټ اوساتو
دي سره سره ئې د وطن سره محبت اظهار هم کړے دي او په خاص توګه ئې د پښتانو په حالاتو باندي نه يواځي د غم اظهار کړي دي بلکې پښتانو ته ئې لار هم ښودلی ده چې د نن چې د کومو حالاتو له راغلی ئې چې نه مو مکتب محفوظ دي نه کالج ،نه جماعت نه کور ،نه بازار نو راشي يو موټی شي اتفاق او اتحاد اوکړي چې د توري تياری مو د ژوند څخه ختمی شي نو پوليس لائن جماعت په وينو سور نظم نه ئې درسره يو څو بيتونه شريک کوم
د افکارو مشال واخلئ
د اقدارو نګهبان شئ
د خوني ډرامه برخاست کړئ
او په کورد قهرمان شئ
د يو بل نه لاس چاپېرکړئ
په تربور هم مهربان شئ
دا وطن چې ګلستان شي
نو غنيم به مو پریشان شي
زمونږ د پښتانی خور په شاعري نوري هم خبري کيدلی شي خو راځم هغه جمله هم ليکل غواړم کومی چې زما په زړه دنيا کښې ئې د غم نه ډک طوفان راوچت کړي وه او زه ئې دي ليکلو ته مجبوره کړم ورسره درنه اجازت هم غواړم خو د هغی نه مخکښې يوه خبره کول غواړم چې که څوک هم دکتاب ولولی نو د يوي پښتانی د احساساتو جذباتو نه په ډېره ښه توګه خبريدے شي او زما يقين دي چې بيا به پښتانی په خپلو کتابونو داسي جملی نه ليکی چې " خپلو هغه خوبونو ته چې لاپوره شوي نه دي" .
Comments
Post a Comment